چا چې صلاح کړې وه په شپه کې د شمر سره
ژاړي پــه ولاړه د حسېـــن پرې کړي ســر سره
يا به يې د کاڼي خداے منو او يا به جنګ کوو
کور د بــت شکـــنو چرتـــه کېـــږي د ازر سره
دې بې ننګه خاورې سره دومره معيار چرته دے
ځاے د بـــاچاخان د قبـــر نشته اشنـــغر سره
يا يوسف قېدي شو يا عيسی په صلیب وښاتۀ
دې خلکو څۀ وۀ نــۀ کړل د دور پېـــغمبر سره
ټـــولو واکـــدارانو د وطن مـــالونه وۀ وهــل
بس يو د الله اســـره يې پريښې د نـــهر سره
خلک به چوکۍ نيسي وطن يې ګټل شوے دے
ستا د ملالۍ مړے به پروت وي د سنګر سره
مړه يې کړه واړۀ واړۀ بچي يې ترېنه پاتي کړل
کونډې وادۀ نۀ کاوۀ د خپل معذور لېـــور سره
څۀ ستا د وعدې صورتحال دے کۀ ماتېږي نو ؟
زۀ بـــه هم پرېوتے يم د نن مــازيګر نمر سره
بيـــا به مېمونۍ تـــه بهانه د قتل جوړه شي
مۀ ودرېږه دلتـــه کې مېلمه د پردي ور سره
داسې بې ترتيبه شوم او داسې خواروزار شومه
چا کاروان مومنده يم وران کړے په هنر سره