د مختلفو هيوادونو، د جدا زمانو، د جدا ژبو، او د مختلفو حالاتو نه تېر شوې خلکو سوچ او فکر هم جدا وي. د ځاې، وخت، ژبې او حالاتو د انسان په اعصابو او Thinking Pattern ډېر غټ اثر وي. دې سره سره مطالعه هم د انسان په سوچ او فکر اثر لري. دا هغه عوامل دي چې ژوند ته د انسان زاويه نظر جوړوي. په انګرېزۍ کښی ورته worldview وئيلې شو. دا عوامل بيا د دې تعين کولو کښی هم پکار راځي چې انسان يو خاص قسم خبره يا کار باندې دومره ډېره غصه (يا بل څه حرکت) ولې کوي (چې د سائکالوجي په ډومین کښی راځي). دغه رنګ دا عوامل د ليکوال دپاره يو قسم له ماحول هم وي. دا د ليکوال په خيال او ليکلو هم اثر لري ځکه خو يو شاعر د بل شاعر نه بدل او يو ليکوال د بل ليکوال نه جدا خيال او ځانګړې اسلوب (style) لري.
خو دا څومره عجيبه خبره ده چې کله کله د دوه جدا ژبو ليکوالان چې په کلونو بيرته د ځمکې په مختلفو برخو کښی ژوند کوي او د هغوي خيال بيا هم يوشان والې اولري. نه د وخت جداوالې د هغوي د خيال يووالې متاثره کوي، نه د ځمکې په مخ په جدا هيوادونو ژوند کول د هغوي د خيالونو اتفاق خرابوي، او نه دا خبره د هغوي د تصور د يووالي مخه نيسي چې ژبه يې بدله ده.
آسکر وائلډ په ۱۶ اکتوبر ۱۸۵۴ کښی په آيرلېنډ کښی زېږېدلی ؤ. THE PICTURE OF DORIAN GRAY
يې مشهور ناول دې. دغه رنګ لنډې کيسې Short Stories يې هم ليکلې دي لکه The Nightingale and the Rose يې مشهوره کيسه ده.
A Woman of No Importance
يې يوه ډرامه ليکلي وه چې اول ځل په ۱۹ اپريل ۱۸۹۳ کښی په لندن کښی سټېج شوې وه. په دغه ډرامه کښې آسکر وائلډ ليکي:
“WHO, BEING LOVED, IS POOR?”
ترجمه
هغه څوک چې مينه لري غريب دې؟
ډاکټر صاحب شاه صابر، چې د تعارف محتاجه نه دې، هم په خپل يو غزل کښی دا خيال راوړې دې. د صابر صېب مسره ده
«مينې تـه درانـه ګــورم»
په ظاهره دا ساده او لنډه مسره هم هغه خيال لري کوم چې آسکر وائلډ په خپله ډرامه کښی ليکلې ؤ.
دغه رنګ په يو نظم کښی صابر صېب وائي
«زه تل د محبت د عظمتونو ثنا خوان يم»
اوس صابر صېب او آسکر وائلډ تر مېنځه ده ۵۰ کالو فرق دې. هيوادونه مکمل جدا دي، د ژوند کولو طريقې جدا دي، ژبې جدا دي خو بيا هم دوي د خيال يو والې لري
دويم مثال به واخلو. فرانز کافکا د ادب د دنيا يو لوې نوم دې. دا عظيم ليکوال په ۳ جولائي ۱۸۸۴ کښی زېږېدلی ؤ. مشهور ناول نګار ؤ چې
THE TRAIL , METAMORPHOSIS
نه علاوه يې نورې ناولې هم ليکلي. دوي ليکي
“You are at once both the quiet and the confusion of my heart.”
(Letters to Felice)
ترجمه
ته په یو وخت کښی هم د زړۀ سکون یې او هم اندېښنه
هم دا خيال دې او د اردو ژبې د شاعرۍ بې تاجه بادشاه «مرزا اسدالله خان غالب» يې داسې راوړي
محــبت میں نہیــں ہـے فــرق جینـے اور مرنـے کـا
اُسی کو دیکھ کر جیتے ہیں جس کافر پہ دم نکلے
چرته د پراګ کافکا او چرته د آګره غالب. د غالب د مرګ نه څوارلس کاله پس کافکا پېدا کېږي خو خبره دواړه يوه کوي
دغه رنګ که د جون ايليا او عمار اقبال خبره وکړو، چې دواړه د اردو ژبې مشهور شاعران دي او دواړه د کراچۍ سره تعلق لري. جون ايليا په ۲۰۰۲ کښی وفات شوې دې او د هغوي د وفات نه ديارلس کاله پس په ۲۰۱۵ کښی د عمار اقبال اولنې شعري مجموعه د «پرندگی» په نوم چهاپ کېږي. دلته د هغوي د فکر يو والې وګورئ
لوگ مصـروف جانتـے ہیں مجھے
یاں مِرا غم ہی میری فرصت ہے
جون
مجھ کو کیسے ملے بھلا فرصت
میـں کوئــی کام ہــی نہیں کـرتا
عمار اقبال
د جون او عمار علاقه هم يوه ده، ژبه، مذهب او کلتور يې هم يو دې او په دې شعر کښی يې د فکر يووالې هم ستاسو وړاندې دې
يو اخيري مثال
صابر صېب وائي
څه ليونې دې چې په يو ځای کښی خوشاله نه وي
صابـر په ښـار کښـی مرور وي په صحـرا خفه وي
او د اردو مشهور شاعر پير نصير الدين نصير وائي
تیرا کوچہ نہ سہی دامنِ صحرا ہی سہی
میری مٹـی کہیں کمبخت ٹھکانـے تو لگے
د دې دومره مثالونو ورکولو مطلب دا ؤ چې د حالاتو او دغه رنګ د نورو عواملو د انسان په سوچ، فکر او ليکلو باندې اثر وي. خو لکه څنګه چې ما مخکښې ذکر وکړو چې کله کله شاعران او ليکوالان د دې عوامل نه هم تېر شي او په خپلو ليکلو کښی يو شان خيال راوړي. کېدای شي څوک دا ووایي چې ژوند، مرګ، مينه او نفرت وغېره افاقي څيزونه Universal Concepts دي ځکه دا يووالې په نظر راځي.
ستاسو په خيال د دې خيالي اتحاد نور څه وجوهات کېدای شي؟ دې ته د ادب ښکلا وئيلې شو کنه؟ دا به په سرقه او ترجمه (په عامه ژبه کښی په غلا) کښی شامل وي کنه؟