د هر وخت او دور خپلې خپلې غوښتنې وي– يو وخت وو چې واکمني او ترقي به هم د بدني جنګ ګټلو او زور لرلو په نتيجه کښې کيدله خو بيا د دور غوښتنې بدلې شوې-خبره ذهني مقابلې او د ساينس او ټيکنالوجي ميدان ته راغله تر دې چې ګټې او اقتصاد ته راغله- خو زمونږ پښتانه اوس هم په خپله هغه جنګي ماضي فخر کوي او د خپلو نيکونو جنګي کارنامې په وياړ بيانوي- د پښتنو دغه سوچ او نفسياتو نه پردو مکارو قوتونو ډيره ګټه تر لاسه کړې ده- پښتون ته وايي ته توريالی او جنګيالی يې ستا نيکونو هم تورې وهلي دي نو اوس د جنګ ميدان کښې به ته يې–ګټه به ته کوې– ورځه پرې– دغسې پښتنو پردي جنګونه هم په خپل سر قبول کړي دي- په هر لور پښتون مري او بهرني قوتونه يې تماشې کوي
نن که پښتون خپل سوچ بدل کړي– هغه په خپله پښتونولۍ کښی په ننواتې فخر وکړي نو د امن پيغام–که په تيږه وياړ وکړي نو امن– که په بدرګه فخر وکړي نو امن او مينه– که په پنا ورکولو وياړ وکړي نو امن او مينه–که په خپلو جرګو مرکو حجرو او ميلمه دوستۍ فخر وکړي نو مينه او ورورولي–که په خپل کلاسيک فخر وکړي نو مينه او اخلاق– که په خپل رحمان بابا وياړ وکړي نو د مينې پيغام او د انسانيت شاعر– هر کله چې پښتانه د فخر او وياړ دومره زياته سرمايه لري نو بيا نن هم په جنګ فخر کول او پردي جنګونه په خپل ميدان ګرم ساتل– هر څو که راتپلی شوي جنګونه دي او پکښې زمونږ د جغرافيې اثرات او مجبورۍ هم دي– خو ګټه به څه ولري– د نورو په لاسونو کښې به لکه د تاش د بادشاه تر څو لوبيږو– مونږ خو اوس دې ځاې ته رارسيدلي يو چې غر نښتر چنار او مارغان مو هم محفوظ نه دي — کاروان هسې خو نه دي وييلي

مارغان دې راشي زمونږ لپو کښی دې ځالې وکړي
غر مو نښتر نه لري کلی مو چنار نه لري