نظم: دوام
شاعر: عبد الرؤف عارف صیب
ژباړه: محمد صهېب رومي

کله کله
عجیبه شان کیفیت وی
چې راخور مې وی په زړۀ او هم په ذهن
داسې وائم
وائم څۀ محسوسومه
د جهان واړه سندرې
چې د مینې کیفیات په کښې بیان دی
احساسات په کښې بیان دی
دا زما او ستا د پاره
شاعرانو دی لیکلې
سندرغاړو دی وئیلې
د رومان واړه قصې هم
زما ستا د محبت دی داستانونه
د وصال او د هجران دی بیانونه
زما ستا دی
افسانې دی
کۀ ډرامې دی کۀ فلمونه
بې له مانه، بې له تانه
نور څۀ نشته
دا چې ښکاری دا فرېب دے
دا سراب دے
او کېدې شی زۀ هم نۀ یم
زۀ هم محض یو فرېب یم
یو سراب یم
یو ستا حسن له دوام وی
حقیقت وی

POEM: “ETERNITY”
Poet: Sir Abdulrauf Arif
Translator: MS_Rumi

Sometimes,
A queer sensation
Takes over my heart & mind.
I say,
Rather I feel:
All the worldly songs
That portray the sensations of Love
Or feelings
They’ve been, FOR YOU AND ME,
Written by poets,
Sung by singers.
All romantic stories too,
Are accounts of our Love,
Detailing union and separation.
To you and me, they truly belong,
Whether legends,
Dramas or films.
Without you, Without me,
Nothing else exists.
That which is visible is a deception,
A mirage.
& maybe I too don’t exist,
I’m also a mere deception,
A mirage.
Maybe Your beauty alone is eternal,
A fact.