دا منجور دې تشې چغې د بيوپار نۀ وهي
خلک هوښيار شو پۀ ځان کاڼي د مزار نۀ وهي

هغه بهلول چې وې ئې بيم به د پاړو نه اخلم
پۀ اجازه کښې دې اوس سر لکه د مار نۀ وهي

پۀ ډوبه شپه دې ستړے قام له خوبه نۀ پاڅوي
قاضي وئيل د سحر چغې دې هوښيار نۀ وهي

هر سړے سور شي د بابا پۀ اوږو ، پورته خیژي
یو سړے هم پۀ خپلو پښو د بابا لار نۀ وهي

بس يو پۀ مونږه دے د سر سيورے بې قدره ګنې
لېوني هم چرې د خپل کلي چنار نۀ وهي

زمونږ د لارې هواګانې هم د بند پابندې
پۀ هغه لاره اوس خورې زلفې ستار نۀ وهي

د درد رشتې به هم بې درده شي اخير ديداره
د وفا څانګې څوک پۀ تبر د اتبار نۀ وهي