خداے يې رايادکړو ټوله شپه مې جانماز خور کړو
د نـــاکام عشــق په خــاتمه مې جانمــــاز خور کړو

يــــوه د رزق ذريـــــعه ، بـــله جذبـــــه د ايمـــــان
کوټـــه را څـــاڅي په بــــاجه مې جانماز خور کړو

يــــوه شېـــــبه مې په ربــــاب کې حمد وغـــــږوۀ
واعــــــظه بيــــا يوه شېــــبه مې جانماز خور کړو

لار د پنجشېــر وه په وګمه مې فــــاتحه لوستــله
طالـــــــب ولاړ ؤ په طبــــــله مې جانماز خور کړو

نهـــره شـــپه وه يوه لـــــور مې په څنګل اوده وه
سختـــــه يخني وه په يــــوه مې جانماز خور کړو

حيا مې تله، خلکو زما په ايمـــان شک ښکاره کړو
په خپـــــله مــــاته دروازه مې جـــــانماز خور کړو

کاروان مومنده نور يې مخ د فتـــــــوو لمر توروۀ
د خپل غـــزل په اييـــــــنه مې جانمــــاز خور کړو

کاروان مومند