سېدو مېډيکل کالج د پښتو ادبي ټولنې په مشرۍ کې په دېرشم اګست «د پښتو شپه» ولمانځله چې پکې يو خوندوره مشاعره هم وشوه. ما ته هم په دې اړه د ګډون بلنه راغلې وه. که څه هم ما د مرکه مردان په غونډو کې يو څو ځله ګډون کړې دې او غزلې مې هم پکې وئيلې دي خو منظم سټيج پروګرامونو کې مې هېڅ ځای ګډون نه ؤ کړې. سربېره پر دې، خپلې لیکنې ما يوازې د ځان پورې ساتلې دي او ټول په خام شکل (raw form) کې دي ځکه چې زما د پښتو ادب د مشرانو او پوهانو سره ناسته پاسته ډېره کمه شوې ده. خو د خوږ ملګري ډاکټر سمير سليم يو جهان مننه، چا چې زه نه يوازې خبر کړم، بلکې زما په کلامونو يې ما له تل ډېر داد راکړې او دې مشاعره کې د ګډون لپاره يې وهڅولم. د سېدو مېډيکل کالج د پښتو ادبي ټولنې مدير ډاکټر عبدالله افغان هم منندوی يم، چې زه يې د شاعرانو په کتار کې شمېر کړم او بلنه يې راکړه. اګر که زه د اسلام اباد نه تر سيدو په سفر لږ وکړېدم ځکه چې موټروے بنده وه، خو هر کله چې زه ده ډاکټر سمير، ډاکټر عباس او ډاکټر حمزه سره سره‌ د هغوي د نورو ملګرو ډاکټرانو سره ملاؤ شوم او ما د دې پروګرام په حقله د زده کوونکو هڅې او تياريانې وليدې نو زما ټوله ستړيا ختمه شوه. د دغه ځوانانو د خدمت جذبې مې زړه نور هم ډېر خوشاله کړو.
ماځيګر چایو څښلو نه پس د کالج په چمن کې کېناستو او هم هلته ډاکټر سمير د کلام په انتخاب کولو کې زما مرسته وکړه. ماښام مانځه نه پس په ګېسټ هاؤس کې ټول میلمانه راغونډ شو او د راتلونکو څو نورو مېلمنو شاعرانو انتظار مو په شريکه وکړو. دې نه پس د سيدو مېډيکل کالج پرنسپل ډاکټر اسرار الحق صېب او د پښتو ادبي ټولنې مشر ډاکټر ارشد اقبال صېب تر څنګ د هال په لوري لاړو چې دغه وخت د زده کوونکو نه ډک ؤ. د پښتونخوا ترانې (اے زما وطنه) غږېدو نه پس قېص صېب ته صدارت ورکړې شو او د پښتنو د روايت مطابق ورته پګړۍ په سر کړې شوه. دې نه‌ وروسته ټول میلمانه شاعران سټېج ته وبلل شو چې پکې اېډوکېټ عطا الله جان صېب، ډاکټر همدرد يوسفزي صېب، اېسوسيټ پروفيسر عطالله صېب، احسان يوسفزي صېب، شاهين بونیری صېب، ډاکټر ذوالفقار بنګش صېب او ابرار غر صېب شامل ؤ. زه د دې مشرانو سره‌ په سټيج کېناستم او وارخطا وم ځکه چې زه صرف د عمر مناسبت سره کشر نه وم بلکې په دغه غونډه کې ناست ټول میلمانه شاعران زما نه په عمر، فهم، مشهورتیا او پوهه کې ډېر لوې ؤ.
دې نه پس د پروګرام باقاعده آغاز وشو. وړومبی د کالج زدکوونکي راغلل او خپل کلامونه يې شريک کړه. بيا وار په وار مېلمانه شاعران راوبلل شو چا چې د خپلې خوښې کلامونه واورول او چا پکې په فرمايش هم غزلې واورولې. ما خپلې دوه غزلې واورولې خو د هغې نه وړاندې مې د صابر صېب دا دوه شعرونه‌ هم ووئيل چې

زه د مئين زړه د رضا نه بغېر نه پايمه
ما کله کله د جانان کلي ته شپه راوړې
دغه سړې د محفل رنګ ته ګوري اوروي څه
هم يې غزل راوړې هم يې قصيده راوړې

کلام نه پس زه د غر صېب سره کېناستم. سجاد ګل رنګ صېب رباب غږولو له راوغوښتل شو. دغه وخت ما د غر صېب نه غلې شان تپوس وکړو “غر صېب ليکل مې ګزاره کوي؟”
هغوي ماته وکتل او په موسکا يې ووئيل “او ډېر ښه ډېر ښه‌. ولې حمزه حمزه پېدا شوې ؤ څه؟” مونږ نورې خبرې ونکړې شوې ځکه چې ګل رنګ صېب رباب غږول شروع کړه.
ټولو نه وروستو قېص صېب راوغوښتل شو. هغوي ډېر ښه غزل شريک کړو چې رديف يې ؤ “ګلاب دې چا له ورکړو؟” دې کلام نه پس يې يو بل غزل شريک کړو او دغه رنګ مشاعره پای ته ورسېده. بيا مېلمنو شاعرانو ته ډالۍ او سندونه ورکولو نه پس ټول ډوډۍ له وغوښتل شو او زدکوونکي په هال کې پاتې شو او خپل د موسيقۍ محفل يې راجوړ کړو. ډوډۍ بهر په هوټل کې وه چرته چې ټولو ښه په ګپ شپ د ډوډۍ خوندونه واخېستل. ډوډې نه پس مې د اېډوکېټ عطالله جان صېب سره خبرې وشوې. دوي ما له دا مشوره راکړه چې زه د اردو په ځاې په پښتو کې لنډې کيسې وليکم ځکه چې په اردو کې په دې صنف کې ډېر کار شوې دې او نوم جوړول پکې ډېر ګران دي. بل خوا پښتو د‌ه چې لنډې کيسې پکې دومره ډېرې نه دي ليکل شوي. د اېسوسيټ پروفيسر عطالله صېب سره مې هم اخیري وخت کې څو خبرې وشوې. او وروسته بيا ګروپ تصويرونه ويستل شو.
يوه بلې خبرې ته هم پام ګرځول مهم ګڼم. هغه دا چې په ټول پروګرام کې جينکۍ د هلکانو سره څنګ په څنګ ولاړې وې او په ښه شان يې ذمه وارۍ ترسره کولې. د جينکو په دې شرکت مې هم زړه ډېر خوشاله شو. لکه چې ما سر کې هم ذکر وکړو، دا ما په وړومبي ځل په منظم سټيج پروګرام کې ګډون وکړو. زما د ډېر تکړه تکړه خلکو سره پېژنګلو وشوه او د کالج زدکوونکو کې مې هم څه ځوانانو سره ښه ملګرتيا جوړه شوه. د پښتو ادبي ټولنې دا غوره انتظام او د مېلمنو د دومره مينې او اخلاص سره خدمت کول، بېشکه د ډېر ستاينې او قدر وړ دي. دغه ټول ځوانان دې تل خوشاله وي. مېډيکل کالج دې تل اباد وي.