سقراط مجرم دے او حکمت د افلاطون جرم دے
ډېـــرو جاهلو کې د يو بـــاشعور شتـون جرم دے
لـــۀ نوي فکر نه شـــاهانو تـــه خطره پېـــښېــږي
فرغون اعلان کړے د نـــر بچي زېـــږون جرم دے
دښمن چې جنګ کوي نو څۀ ناڅۀ سبب خو ګوري
د زرو غـــرونه شتـــمني د هر پښتـــون جرم دے
د وخت ظالم ښـــايه بچو ته، داسې مۀ وايه چې
څو زره کالـــه پخوا کـــړے يو قـــارون جرم دے
د زمانې په بندېزونو دې څوک سوال پورته کړي
نۀ د لېلا ګناه ده عشق نــۀ د مجنـــون جرم دے
زورورتيـــا پـــه کې حـــاکمه ده بغېـــر دليـــله
او شرافت دلته بېـــخي په هر قانون جرم دے
دا خلک اوس هم د عيسی په صليب جشن کوي
يعنې اوس هم قتل روا دے خو بدلون جرم دے
يو پېـــښور ورانوي بل بـــه خود ســـرونه وهي
شېرشاه ظالم نۀ دے خو کړے همايون جرم دے
کاروان مومنده تاسو هلته نور حقونه غوښتل
په کوم وطن کې چې ساه جرم دے ژوندون جرم دے