تا به هره ګړۍ ستایم محمدهﷺ
ته زما یې او زه ستا یم محمدهﷺ
هر قدم چې ستا په لاره باندي نه ږدم
دروغژن یم په خطا یم محمدهﷺ
دا چې شر خوروي، ستا نامه اخلي
دغه ټول به درته ښایم محمدهﷺ
د تیرو سره د جنګ هنر مې زده کړو
ستا په مخ رڼا رڼا یم محمدهﷺ
دا هم تا کړمه له څاڅکي ملغلره
څو ژوندې يم دا به وایم محمدهﷺ
زما ځان زما وجود له تا قربان شه
که غلام دې په رښتیا یم محمدهﷺ
بس هم تا خو د رشتو په معنیٰ پوه کړم
چې زه څوک یم او د چا یم محمدهﷺ
★ ★ ★
ته زما یې او زه ستا یم محمدهﷺ
واہ 💞