پښتو ژباړه —- حنيف خليل
اردو غزل — ناصر کاظمي

زړه کښې راپورته ولوله ده کنه
د نوي باد يوه چپه ده کنه

څه خو مزاج هم زه نازک لرمه
د پرهر نخښه هم تازه ده کنه

د زړه په کور کښې مې غوغا جوړه ده
خونه زما تالا ترغه ده کنه

ويړه دنيا کښې چې مې زړه نه لګي
خداې زده د څه شي مې اسره ده کنه

څه وشو ما سره ګويا که نه يې
ستا خاموشي خو راسره ده کنه

هاغه د ياد ورکو ميرو نه ګله
د غږ دې پورته زمزمه ده کنه

د ښار کوڅو کښې په تيرو کښې د ژوند
ستا په لټون هره لحظه ده کنه

د دې ماڼۍ خلق خو ټول اوده شو
خو يوه خلاصه دروازه ده کنه

تاسو ملګرو اوس راپاسيدلئ
ښار کښې په خلقو ويښه شپه ده کنه

ښه وخت به هم راځي ناصره خير دی
زندګي ډيره لا پرته ده کنه

اردو غزل

دل میں اک لہر سی اٹھی ہے ابھی
کوئی تازہ ہوا چلی ہے ابھی

کچھ تو نازک مزاج ہیں ہم بھی
اور یہ چوٹ بھی نئی ہے ابھی

شور برپا ہے خانۂ دل میں
کوئی دیوار سی گری ہے ابھی

بھری دنیا میں جی نہیں لگتا
جانے کس چیز کی کمی ہے ابھی

تو شریک سخن نہیں ہے تو کیا
ہم سخن تیری خامشی ہے ابھی

یاد کے بے نشاں جزیروں سے
تیری آواز آ رہی ہے ابھی

شہر کی بے چراغ گلیوں میں
زندگی تجھ کو ڈھونڈتی ہے ابھی

سو گئے لوگ اس حویلی کے
ایک کھڑکی مگر کھلی ہے ابھی

تم تو یارو ابھی سے اٹھ بیٹھے
شہر میں رات جاگتی ہے ابھی

وقت اچھا بھی آئے گا ناصرؔ
غم نہ کر زندگی پڑی ہے ابھی