عمر به غواړي اسويلی چې مې اثر ته رسي
څوک به ژوندي وي چې قيصه د زلفو سر ته رسي
هره چپه کښې د سيند دام دی نهنګان هم تيار
ګوره په څاڅکي څه تيريږي چې ګوهر ته رسي
مينه که زغم غواړي ارزو خو ناقراره اوسي
زړه سره څه وکړم چې وينه یی ځيګر ته رسي
دا خو منمه چې غفلت زما په حال نه کوې
خو زه به خاورې يم خبر چې مې ستا در ته رسي
لکه قطرې ته چې پيغام د فنا ‘ نمر ورکوي
زما د ژوند انجام به هم ستا يو نظر ته رسي
که د هستۍ يوه لمحه مې هم غافله نه ده
خو د محفل ګرمي بس يو رقص د شرر ته رسي
د هستۍ غم خو بې له مرګه بل علاج نه لري
شمع به سوزي په هر حال کښې چې سحر ته رسي
اردو غزل
آہ کو چاہیے اِک عُمر اثر ہونے تک
کون جیتا ہے تری زُلف کے سر ہونے تک
دامِ ہر موج میں ہے حلقۂ صد کامِ نہنگ
دیکھیں کیا گُزرے ہے قطرے پہ گُہر ہونے تک
عاشقی صبر طلب ، اور تمنّا بیتاب
دل کا کیا رنگ کروں خونِ جگر ہونے تک
ہم نے مانا کہ تغافل نہ کرو گے ، لیکن
خاک ہو جائیں گے ہم، تم کو خبر ہونے تک
پرتوِ خُور سے ، ہے شبنم کو فنا کی تعلیم
میں بھی ہوں ، ایک عنایت کی نظر ہونے تک
یک نظر بیش نہیں فُرصتِ ہستی غافل
گرمئِ بزم ہے اِک رقصِ شرر ہونے تک
غمِ ہستی کا ، اسدؔ ! کس سے ہو جُز مرگ ، علاج
شمع ہر رنگ میں جلتی ہے سحر ہونے تک