‘پينځمه صوبه’ د ښاغلي عزيزالله کاروان صېب دويم ناول دې چي ۲۰۷ پاڼې او ۵ څپرکي لري او پښتون قامي عدالت له چاپ شوې دې. د مينې، سياست، او جنګ قيصې سره سره د جګړې په افغان اولس راوستې قيامتونو، د ملګرتيا او د پوهنتون یا د ليليې ژوند پکې بيانوي. د کاروان صېب د لفظونو او جملو تړون، او بيا منظرکشي دومره ښايسته ده چې تاسو ته به بيخي هغې منظر کې د شتون احساس درکوي


د مينې ذکر یې څه په داسې انداز کړې دې چې د يو کلي دوه ميینان داسې جدا شي ‘ غلې ناسته وه، وی چې خبر شوم تاسو ايران ته کوچ کوۍ. ما سر ښکته پورته کړ او سترګو څخه مې د اوښکو څو څاڅکي پرېوتل. هغې هم د سترګو څخه اوښکې پاکې کړې او په ژړغونې غږ یې وویل ‘ مونږ هم دا روانه اوونۍ د مومندو په لاره پېښور ته ځو ‘
زما د ژوند د اخري ارمان قیصه داسې وه
چې نه مې وګټلې ، نه مې درنه زړه صبر شو
.او بيا ۲۰ ۲۵ کاله پس یوځل بیا د سقوط په ورځ يوبل وويني
او يو بله د وړوکوالي مینه داسې ورکه شي چې هغه مینه اوس مینه نه بلکې دوه اويا حورې غواړي، ژوند نه شهادت غواړي
عجب منطق، عجب مذهب، عجب ملا ده کلي
حورې اويا، شراب روا مونږ ورلېږي مبارک
بل یو داسې هلک چې هره هفته په نوې نوې عشق کې ګرفتارېږي.سحر يوې ته ژاړي او ماښام ورته بله ژاړي
او يو مینه چې نه کليوال دي او نه وطندار دي، که وطندار دي نو بيا هم تورغم (تورخم پولې) له يو بل څخه له مودو مودو جدا کړې دي هغوي ده سقوط نه وروستو داسې ملاو شي ‘ فيض النسا به مړه شوې وې خو بې له تا به یې څوک قبول کړې نه وی.’
چې نخښه وی مئین کوڅه د جانان وپېژني
د مات ټیکری په درک سړی ګودر ته رسي


د يو داسې سياست ذکر پکې دې چې هغې افغانان له مودو مودو په خپل کور کې ده خپلې وينې سره په جنګ کړې دي، يوه داسې نظريه ورته ورکړې شوې ده چې حورو، غلمانو او جنت ده انسان نه انسانيت او حقيقي مسلماني هېره کړې ده ګینې يو زلمې ځوی به مور ته کنځل ولې کوي، په خور به ګوزار ولې کوي او يا به خپل معذوره ورور ولې په بم ده جنت په خاطر الوزوی.
پښتون لالې د خپل وجدان خبره څنګه واوري
پښتون لالي باندې خو نوم د جهادي مبارک


دې جنګ چې په افغان اولس کوم قيامتونه تېر کړی دي هغه ده هر کور قيامت له بل کور ده قيامت څخه سخت دې
All happy families are alike, but every unhappy family is unhappy in its own way.
چې که يو زوی د پلار مړ وجود ته ناست دې (د پلار مرګ په دې دنيا قيامت وي) او بل کټ راځي چې ايا تاسو ده دې ماشومې شهيدې وارثان ياست؟؟ او دې سره د وړوکي ورور خبرې يو بل قيامت دې ‘ لالا که هغوي يوازې پرېښودو نو زه به دې څه ملاتړ شم، زما هم يو پښه په بم والوته’……نور قيامت څنګه وي؟؟؟ ده نظريې زور څنګه وي؟ مظلومه اولس څنګه وي؟؟


د انسان قيمت يو پټې دار سېګرټ، ده مړيو نڅول، په چېک پوسټ د امیدواری ښځې لنګون، ښځو سينې پرېکول…. دا د يو داسې جنګ ډالۍ وی چې د ګاونډي هېوادونو لاسوهنې او ده امریکا يرغل افغان اولس ته ډالۍ کړې.
زما یې لس بچي په جنګ کې مړه کړل
خدايه ته يو ځوی خو ده ملا مړ کړې


Morality is a matter of money, poor people can’t afford to have it. So they have religion. (Khashwant Singh)
هم دا خبره د دې جنګ د ملا تير دې. ده اسلام په نوم داسې سياست ، نظرېې او جنګونه یې راوړي دي چې ده خلقو نه یې مسلماني، حيا، غیرت، پښتو، انسانيت هرڅه تښتولي دي
سحر چاودنې،غرمه جنګ، ماښام درځن جنازې
داسې حالاتو سره مخ امن پرست خلک دی۔


په افغان جنګ ځان پوهولو دپاره، ده دې جنګ او کډوالۍ له وجې د افغان اولس سختۍ او کړاوونه احساسولو دپاره، او په هغه بارود بارود چاپېرچل کې مینه کوونکو او امن لټوونکو نه ځان خبرولو دپاره دا کتاب هرومرو ولولئ.کولې شۍ چې
Bacha Khan Research Center Kitab Kor Paradise Book
نه ېې هم اوس ارډر کړۍ