پس له مودو مودو مې وليده. خو د زړه هندارې مې د هغې ښكلا احاطه نه كړاى شوه
اوف خدايه، هغه څوك وه؟ څنګه وه؟ څه يې ويل او چيرته ولاړه؟
اه، ما دللمي سپيلني په څېر خپل ټول طراوت د لمر په وړانګو ولوټه. خو هغه د نري باران شېبه وه، تېره شوه. خو ما يې د ورېښمين وجود ديوه څاڅكي احساس هم ونه كړ. د غرنۍ جينۍ د بنګړيو د شرنګ غوندې زما له لېچو ووته، په ځنګل كې وغزېده، د آبشار مضطرب آهنګ ته يې غاړه وركړه، د اواز جامې يې وغورځولې او د سپوږمۍ د خوږې رڼا په څېر د خاموش جهيل پر پالنګ وغزېده. زما د ادراك پر هنداره يې تت انځو هم نه دى پاتې. يوازې سترګې يې راته يادې دي، چې ياد يې رانه خوبونه تښتوي او ديوې وركې سندرې ويلو ته مې ذوق تخنوي.


د اوښکو موسکا