اى چې په سترګو كې دې د اوو سمندرونو شور غزونې كوي، راشه او زما محدود عقل ته د خپلو لامحدودو څپو سندريز احساس وركړ
اى چې په لاسونو كې دې د صحرا د توندې سيلۍ تودوخه او د نسيم ورېښمن لمس په نه بيانيدونكې توګه يوځاى شوي دي. راشه او زما په رګ رګ كې د خپلې ځوانۍ خوږ برق خپور كړه
اى چې په سينه كې دې د مضطرب بحر مقناطيسي موجونه يو بل ته خولې وركوي، راشه او زما دا خور وور وجود راغونډ كړه
اى چې پر ګلورينو پاپيو دې د شاهانو ارواګانې سرونه ږدي. اى چې د ښايست جام دې د باغي سرور له كبله لبرېز دى، راشه او زما په وجود كې اور وكره
د اوښکو موسکا